په سرپل ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د ډافا ماینپاکۍ موسسې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې دوه عدده بېلابېل ډول چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د یادونې وړ ده، چې د دې عملیاتو په جریان کې یو فیر د توپ سرګلوله ډي سي او یو فیر د هاوان سرګلوله کشف او خنثی شوي، چې یو یې د سرپل ولایت له مرکز او بل یې له سیدآباد ولسوالۍ څخه ترلاسه شوی دی.
مسئولین ټینګار کوي چې د داسې چاودېدونکو توکو شتون د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی. له سیمهییزو اوسېدونکو غوښتنه شوې چې د شکمنو توکو د لیدو په صورت کې ورنږدې نه شي او د موضوع په اړه ژر تر ژره اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
