د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو د پخلنځي کیټ، یو د البسې کیټ، یوه تخته ترپال او یو کارتن کجوره ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
