د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۵۷ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، له یادې جملې ۱۰۰ بېځایه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵,۸۰۰ افغانۍ او ۶ کیلو بسکېټ او ۵۷ کورنیو هرې یوې ته ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه نه لکه او لس زره او شپږ سوه (۹۱۰,۶۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
