د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو بمب کشف او خنثی شو
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (EOD-01) ټیم په همکارۍ، د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ناچاوده بمب کشف او په خوندي توګه خنثی کړ.
د یادونې ده، چې دا د لوتکې بمب له تېرو جګړو څخه پاتې شوی وو، چې په خنثی کولو سره یې سیمه ییز وګړي له احتمالي خظر څخه وژغورل شول.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتې، چې د هر ډول چاودېدونکي او مشکوک توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو د له منځه وړلو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
