د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ کورنیو ته، چې په یاد ولایت کې د ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۹ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۴ تختې کمپلې او یو کیلو توري چای او ۵۴ کورنیو ته چې کورونه یې نسبي ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۴ تختې کمپلې او یو کیلو توري چای ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
