د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو د سروې لړۍ پیل کړې ده، د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو شمېر استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه او د اوبو سرچینې زیانمنې شوې دي.
د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، د سروی او ارزونې ټیمونه په مرکز او ولسوالیو کې خپلې چارې روانې کړې دي او د بشپړو معلوماتو له راټولېدو وروسته به زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو پروسه د همکارو بنسټونو په همغږۍ ترسره شي.
