د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ۲۴ تنه ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په درهنور، شیرزاد، اچین، کامه، خوګیاني، هسکهمینه، بهسود، رودات ولسوالیو او جلال آباد ښار اړوند د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ۲۴ تنه ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشلې.
دا مرستې د یادو کسانو د ټپونو شدت په پام کې نیولو سره ووېشل شوې، چې ټولټال درې سوه او دوه شپېته زره او نه سوه (۳۶۲,۹۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر ټپیانو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
