د پکتیا ولایت په مرکز کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Mon, Feb 16 2026 10:59 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ایریا ماین پاکۍ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د یادې موسسې تخنیکي ټیمونو د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت په مرکز کې د ناچاودو توکو د راټولولو او له منځه وړلو عملیات ترسره کړل.

په دې عملیاتو کې چې د گردیز اړوند د سیدکرم او قلعه نیازیو په سیمو کې د موسسې د تخنیکي ټیمونو لخوا ترسره شول، یو فیر د راکټ مرمۍ، یو فیر د هاوان مرمۍ، ۱۶ عدد فیوزونه، دوه فیر د راکټ مرمۍ فورپلنت بوستر او یو فیر ۸۲ ملي‌متري د توپ مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې.

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې دا ډول عملیات به د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د ناچاودو توکو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو په موخه دوام ولري، او د شکمنو توکو د راپور ورکولو په برخه کې د خلکو له همکارۍ مننه کوي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .