د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دانګام ولسوالۍ کې د سېلابي لارو د پاکولو چارې پیل کړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابي لارو د پاکولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم مولوي محمد مبین مفتون عمر څرګنده کړه، چې د سېلابي لارو د پاکول موخه د سېلابونو او نورو احتمالي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول دي، څو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه المنفعه تأسیسات له زیان څخه خوندي پاتې شي. نوموړي زیاته کړه چې د له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې دا ډول وقایوي پروژې به په دوامداره توګه عملي کوي.
همدارنګه د دانګام ولسوالۍ مرستیال وویل، چې د سېلابي لارو د پاکولو پروژې د دې ولسوالۍ له اساسي او مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه په تېرو کلونو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له دې وړاندې هم ورته پروژې په غازيآباد او نرنګ ولسوالیو کې پلي کړې دي او ژمن دی، چې دا ډول پروژې به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې عملي کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
