د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه, د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مرکز اړوند ۳۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱ بورۍ اوړه, ۱ روغتیایي کېټ, نیم کیلو چای, ۵ کیلو بوره او یو اندازه د اوبو د تصفیې ټابلیټ ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو د مرستو په پار خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۲۳ هـ ق
له پېښو سره دمبارزې آمادګی ملي اداره
