د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست۶۸۱ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) او د (JCSSO) مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، چې د (ASIO) مؤسسې د پروژې تمویل کوونکی د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې ولایت په ده صلاح او نهرین ولسوالیو کې ۶۸۱ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ده صلاح ولسوالۍ ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ ۲۵ کیلويي اوړه، ۵ لیتره غوړې، ۶.۲۵ کیلو دال، نیم کیلو مالګه او یو نیم کیلو پلمپي او همدارنګه د نهرین ولسوالۍ ۲۸۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۸ کیلو دال او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
