په لغمان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام ترسره شو 

rahyab
Mon, Feb 02 2026 3:20 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې د دې ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی ځانګړی پروګرام ترسره کړ. 

د دې پروګرام موخه د رضاکارانو د ظرفیت لوړول، د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ قوي کېدل او اغېزمن غبرګون وو، په دې پروګرام کې ۱۶ نوي رضاکاران وګومارل شول چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي، هغوی ته د رضاکارۍ قوانین او اهمیت، اساسي مسؤلیتونه، د پېښې پر وخت د اقدام کولو لارې، له مسؤلو بنسټونو سره د اغېزمنې همکارۍ طریقه او د NDMIS  سیستم اړوند اساسي معلوماتو په اړه زده کړې ورکړل شوې. 

د پروګرام په پای کې، مسؤلینو د پېښو د زیانونو د کمولو، د آمادګۍ د زیاتوالي او د ښه عمل کولو ورته پروګرامونو د نیول کېدو په اهمیت ټنګار وکړ. همدارنګه نویو ګمارل شویو رضارکارانو ژمنه وکړه، چې د ورکړل شویو زده کړو له مخې به د پېښو د رامنځته کېدو پر وخت له مسؤلو بنسټونو سره فعاله همکاري ولری. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .