له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د FSCWEO مؤسسې ترمنځ ټولټال د څلور سوه او یو نوي زره او شپږ سوه اووه ویشت (۴۹۱,۶۲۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Jan 06 2026 5:48 PM
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د FSCWEO مؤسسې د اړیکو له مسؤل محترم مزمل دراني سر په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 

په پیل کې، ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او له یاد پلاوي څخه یې وغوښتل چې خپله پروژه پر وخت او په پوره شفافیت سره ترسره کړي، ترڅو مستحقې کورنۍ پر وخت ګټه ترې واخلي. 

ورپسې، محترم دراني له ترابي صاحب څخه د لیدنې زمینې برابرولو په پار مننه وکړه او د خپلې راتلونکې پروژې په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل. 

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلور سوه او یو نوي زره او شپږ سوه اووه ویشت (۴۹۱,۶۲۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د هرات ولایت په ادرسکن، رباط سنګي او کشک کهنه ولسوالیو کې ۱,۴۷۰ مستحقو کورنیو ته د څلورو میاشتو لپاره هره میاشت هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو حبوبات او نیم کیلو مالګه ووېشل شي او همدارنګه د یادې تفاهم نامې له مخې به ۲,۸۰۰ کورنیو ته د یو ځل لپاره د رومیانو، بامیه، پیاز، پالک او بانجانو اصلاح شوي تخمونه او د باغدارۍ د وسایلو یو کیټ ووېشل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .