له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ په ځانګړو مراسمو کې پرانیسته

rahyab
Mon, Jan 05 2026 3:33 PM
123

نن ورځ د دوشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، خوست ولایت ته سفر وکړ او په ځانګړو مراسمو کې او د خوست والي، محترم الحاج مولوي عبدالله مختار، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد، د خوست ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، قاري محمد عالم خبیب، د داخلي پلټنې آمر، قاري محمد یاسین شاعر، د ولایت مشرانو او خبریالانو په شتون کې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره تازه جوړه شوې نوې اداري ودانۍ پرانیسته او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په نننۍ غونډه کې، محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د مناسب کاري چاپېریال درلودل کولای شي پر کیفیت او چټکو خدمتونو وړاندې کولو مستقیم او څرګند اغېز ولري. د همدې لپاره، موږ هڅه وکړه چې بودجه، چې په تېرو حکومتونو کې یوازې د یو ګدام د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه، تعدیل کړو او درې‌پوړیزه ودانۍ جوړه کړو، چې ترځمکې لاندې یو پوړ یې د معیاري ګدام لپاره دی او دوه پوړونه یې د اداري ودانۍ لپاره دي. دا پروژه ټولټال د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې او په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، کاپیسا او میدان وردګ کې هم په ورته ډیزاین ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د خوست خلکو ته یې د دې ودانۍ مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خلکو د خدمت او د مرستو د همغږۍ په موخه تاسیس شوې ده، او دا ودانۍ کولای شي د خدمتونو وړاندې کولو زمینه نوره هم اسانه کړي، د څانګو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د ورځنیو اداري فعالیتونو د ترسره کولو امکانات پراخ کړي.

ورته مهال، د خوست والي، محترم الحاج مولوي عبدالله مختار د ودانۍ د جوړېدو په اړه خوښي وښوده او د ترابي صاحب د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ یې وویل چې اسلامي امارت د داخلي عوایدو په کارولو او په قوي ارادې سره د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په لټه کې دی.

همدا راز، د خوست ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، قاري محمد عالم خبیب، د ودانۍ د جوړولو د هڅو لپاره د ادارې له لوی رئیس څخه ځانګړې مننه وکړه، پروژه یې تشریح کړه او ویې ویل چې وړاندې موږ له ستونزو سره مخ وو او په کرایي ودانیو کې مو کار کاوه، خو اوس د دې ودانۍ د جوړېدو له امله د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

همدرنګه، د خوست محترم والي، د ترابي صاحب پر سر د خدمتونو د قدردانۍ په پار، د درناوي لنګۍ ور کېښوده.

په پای کې، د ادارې لوی رئیس، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو کارکوونکو سره جلا جلا وکتل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې د چارو د ښه والي په موخه واورېدل. او نغدی کومک ورسره وکړی 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .