د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې ۲۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۴۴ کنسروي د غوا غوښه، ۳ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
