د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کی یو شمېر ناچاوده توکي کشف او له مینځه یوړل 

rahyab
Mon, Dec 29 2025 2:01 PM
news image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست AREA ماین پاکۍ مؤسسې د QRT تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې یو شمیر ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل. 

د دې عملیاتو په ترڅ کې، ۳ عدده د توپ مرمۍ، ۲ عدده د هاوان مرمۍ، ۲ عدده د بېپسلاګد مرمۍ، ۴ عدده تر ځمکې لاندې ماینونه، ۵ عدده لاسي ګرنېډونه، ۱ عدد د ټانګ مرمۍ، ۵ عدده د چاودېدونکو توکو فیزونه او ۴ عدده بوسټرې کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شوې. 

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د خنثی کولو لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .