د ارزګان ولایت له پيښوسره د مبارزي امادګي رياست ۲۴۳ مستحقو کورنيو ته  نغدي مرستې وېشلې

rahyab
Mon, Dec 29 2025 1:54 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA  موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۲۴۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د ژمنیو توکو د برابرولوپه موخه نغدي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵،۲۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو لپاره یو میلیون او دوه سوه او اتیازره او شپږ سوه او لس (۱،۲۸۰،۶۱۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې. 

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او د مرستو د ورکولو په پار یې له دوی څخه خوښي څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .