د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې ترسره شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ټولګټو ریاست په ملاتړ، د دې ولایت د کهسان ولسوالۍ په احمد آباد کلي کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې بشپړې کړې.
یاد کانال، شاوخوا د ۱۰۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره د خاورو او اضافي توکو له امله بند شوی وو، چې د دویم ځل لپاره د باراني اوبو پر مخ پرانیستل شو.
د دې کانال په پاکولو سره د اړوند سیمې خلک د سېلابونو او موسمي اوبو د زیاتوالي له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره
