د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ تنه ماشومانو ته له چاودېدونکو توکو څخه د خوندیتوب زده کړې ترسره کړې

rahyab
Thu, Dec 18 2025 11:14 AM
تصویر خبر

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په مرسته، د یاد ولایت په شمالګاه کلي کې ۵۰ تنه ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو او له هغو سره د مخ کېدو په اړه اړینې زده کړې ترسره کړې. 

دا زده کړه ییز پروګرامونه په زیانمنو سیمو کې د ماشومانو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د خوندیتوب د تأمین لپاره ترسره شول، چې پکې د چاودېدونکو توکو د خطرونو پېژندنه او د هغو له امله د پېښو د مخنیوي لارې چارې شاملې وې.

مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د داسې تعلیمي پروګرامونو پلي کول د چاودېدونکو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې په کمولو کې مهم رول لري، په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ، او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .