د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۱ زلزله ځپلو کورنیو ته په دره نور ولسوالۍ کې غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Dec 11 2025 12:39 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save The Children)  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه ‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو د زلزلې له امله ۱۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې، د مسوولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۴ تختې یو کسیزه کمپلې، یوه تخته دوه کسیزه کمپله، ۴ جوړه د هلکانو او نجونو ژمني بوټان، ۲ جوړه ښځینه او نارینه چرمي بوټان، ۲ عدده ښځینه او نارینه جاکټونه، ۵ عدده د هلکانو او نجونو جاکټونه، ۱۲ جوړه جرابې، ۴ جوړه دستکشونه، ۲ عدده ښځینه شال، ۲ عدده نارینه پټو، ۲ عدده بکسونه او ۲ عدده د هلکانو او نجونو ژمنۍ خولۍ ووېشل شوې. 

مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه چې پر وخت یې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ماشومانو د ملاتړ موسسه څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .