په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Thu, Dec 11 2025 11:48 AM
news image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز فراه په ګینهکان او اسحاق زی کلیو کې د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یو فیر د هاوان مرمۍ او دوه فیره د توپ مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړې.

دا ناچاوده توکي د تېرو جګړو پاتې شوني وو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره خطر پېښ کړی و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي څو د تلفاتو او خساراتو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو بهیر دوام لري

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .