د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د وچکالۍ او اورلګېدنې له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
