د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستان د وروستۍ جګړې ۳۴ قرباني کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
Tue, Nov 18 2025 3:29 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستاني ځواکونو د راکټونو د حملو له امله ۳۴ قرباني شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې. 
دا مرستې په دانګام، اسمار، ناړۍ او غازي آباد سرحدي ولسوالیو کې ووېشل شوې، چې پکې ۲۹ د ټپیانو او ۵ د شهیدانو کورنیو شتون درلود، چې هر ټپي ته ۱۰ زره افغانۍ او هر شهید ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې. 
د مرستو د وېشلو لړۍ د کنړ ولایت د استازې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس، مولوي محمد مبین مفتون په شتون کې ترسره شوه. 
سیمه ییزو مسؤلینو وویل چې دا مرستې په بیړني ډول او د وروستیو بریدونو له امله زیانمنو شویو کورینو ته د رسېدنې په موخه ووېشل شوې. همدارنګه نورو زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه د ارزونې او ثبت لړۍ دوام لري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .