د سمنګان ولایت په مرکز کې د وروستۍ زلزلې له امله ۸۵ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IMC موسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستۍ زلزلې له امله ۸۵ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي احسان الله احسان او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته دوه تختې کمپلې او یوه بسته د څښاک اوبه ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
