له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د تقریباً (۱) یو میلون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ یک شنبه له غرمې ورسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې د سرپرست رئیس حزب الرحمن او مدیر اداري اجمل اصف سره وکتل.
ترابي صاحب په خپلو خبرو کي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي د ژمي په رارسیدو سره باید ټول مؤسیسات ژمنۍ مرستي ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو زیانمني کورنۍ پر وخت د ژمني توکو څخه برخمني سي.
همد راز ترابي صاحب یادونه وکړه که مرسته لږ وي یا ډیره خو باید اساسي وي او اړمنو کورنیو ته پر وخت ورسیږي.
ورسته د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې سرپرست رئیس حزب الرحمن د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي وخت یی ورکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړي ده او موږ هم تل کوښښ کوو چي خلګو ته مرستي ورسوو.
دیادوني وړ ده چې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د نه سوه، نه شپېته زره، اوه سوه او دوه پنځوس (۹۶۹،۷۵۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د بامیان ولایت په مرکز، پنجاب، یګاولنګ نمبر۱ او یګاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کي نغدي مرستې په لاندې ډول سره ووېشل سي.
1— په یکاولنګ نمبر ۱ او یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کې به ۲۸۷۰ کورنیو ته د پنځو میاشتو لپاره هري کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ووېشل سي.
2— د یاد ولایت په مرکز او پنجاب ولسوالۍ کي به د طبیعي پېښو د خطرنو کمولو برخه کې ۳۵۰ کارګرو ته د ۲۶ ورځو کار کولو په بدل کې د هرې ورځې لپاره هر کارګر ته د ۵.۴۱ ډالرو معادل افغانۍ پیسې ووېشل سي او ۳۱ ماهرو کارګرو ته به د ۲۶ ورځو کارکولو په بدل کې هره ورځ د ۹.۸۴ ډالرو معادل افغانۍ پیسې ووېشل سي.
نیټه: ۱۴۴۷/۵/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آماد ګۍ ملي اداره
