د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز په اړونده سیمه کې د ګډ ټیم له سروې وروسته د طبیعي پېښو له امله ۸۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او د یو بار مصرف لوښو دوه بستې ووېشل شوې.
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي حمدالله بشیر، له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د موسسو له لارې په راتلونکې کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د مرستو اخیستونکو کورنیو د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره