د پېښو چارو د همغږۍ معین د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Thu, Oct 02 2025 3:25 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، غزني ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د دې ولایت له والي، محترم الحاج ملا عبدالصمد جاوید سره د غزني ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي حمدالله بشیر او ورسره مل پلاوي په شتون کې وکتل. دغه ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتي چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د غزنی محترم والي صاحب، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنېدو ته په اشارې سره وویل چې د غزنی خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې، یاد پلاوي د غزنی ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د چارو بهیر یې له نږدې وڅېړه. د لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې کارکوونکي د دندو د لایحې پر بنسټ د چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
همدارنګه، محترم معین صاحب د مل پلاوي او د غزني ولایت له پېښو د مبارزې د آمادګۍ له رئیس سره یو ځای د یو میلیون افغانیو په ارزښت له وقایوي پروژې څخه چې تازه یې د جوړولو چارې پیل شوي، لېدنه وکړه او اړینې لارښوونې یې مسؤلینو ته وسپارلې.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دغه ریاست کې خپل څارنیز او د لارښوونېد دې ولایت له والي بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .