د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۶۰۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریات د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې، ۱،۶۰۷ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له سروې وروسته، په دوو پړاوونو کې، په داسې ډول سره چې په لومړي پړاو کې ۱۲۱۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۰،۲۲۵ او په دوه یم پړاو کې ۳۹۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۲،۲۷۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره