له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام ترسره شو

rahyab
Sun, Sep 14 2025 2:05 PM
تصویر خبر

نن سهار یکشنبه, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه, د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې ادارې د کارکوونکو لپاره په اداري چارو کې د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شو.
دا روزنیز پروګرام، په بېلابېلو اداري برخو لکه، پلان جوړونې، د اجرااتو د ارزونې او نورو اړوندو برخو کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو او د یادې ادارې رئیسانو, آمرینو او کارکوونکو ګډون په کې وکړ. 
د پروګرام په پیل کې د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او روزنې آمر, محترم نورآغا صاحب زاده د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا پروګرام به څو پړاوونه ولري او د ادارې د  کارپوهانو له لوري به په بېلابېلو برخو کې معلومات شریک او پریزنټېشنونه وړاندې شي.
ورپسې د کړنو د ارزونې لوی مدیر، محترم محمد رفیع ساحل ګډونوالو ته د پلان جوړونې، د کړنو د ارزونې، د دندو د لایحې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .