د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٢ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د طبیعي پېښو له امله ٧٢ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته، ۱۰۰ کیلو غنم، ١ صحي کیټ، ٢ تختې کمپلې او ١٥ کلچې صابون ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ژمن دی، چې په راتلونکي کې به هم د زیانمنو شویو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/٢٠ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
