د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Sep 10 2025 1:58 PM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور او کوزکنړ ولسوالیو اړوند بېلابېلو کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته د یو میاشت لپاره خوراکي مرستې ووېشلې.
په ټوله کې ۱۳۶ کورنیو ته په دره نور ولسوالۍ کې او ۴۲ کورنیو ته په کوزکنړ ولسوالۍ کې خوراکي توکي ووېشل شول.
د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او WFP څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په خپل وخت یې دوی ته رسېدنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .