د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۲۵ کورنیو ته چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې دوه بورۍ۲۵ کیلویي وریجې، یو عدد د اوبو سطل او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره