د پېښو چارو د همغږۍ معین د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Thu, Aug 28 2025 2:16 PM
news image

تېره ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ته ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، له لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان او غور ولایتونو څخه د لیدنو وروسته، دایکندي ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي حبیب‌الله رهنما او د خپل مل پلاوي په شتون کې د دایکندي له والي، محترم الحاج مولوي نجیب‌الله رفیع سره وکتل.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتو چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه وبلله.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د دایکندي والي، الحاج مولوي نجیب‌الله رفیع، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د ولایت د جغرافیوي موقعیت او د سختو لارو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دایکندي خلک د طبیعي پېښو او بېوزلۍ له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو، وقایوي پروژو او د موسسو د همکاریو د جلب اړتیا لري تر څو د خلکو ستونزې حل شي.
د ناستې په پای کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال، ژمنه وکړه چې ټولې ستونزې او وړاندیزونه به د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له عالي مقام، د ریاست‌الوزراء له محترم مقام او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي له مرکزي دفتر سره شریک کړي.
ورپسې یاد پلاوي د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د چارو بهیر یې له نږدې وڅېړه. د لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د همغږۍ معین له رئیس او کارکوونکو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې کارکوونکي د دندو د لایحې پر بنسټ د چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
یاد پلاوي په دغه ریاست کې خپل څارنیز او رهنمودي بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .