په بغلان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

rahyab
Thu, Aug 21 2025 11:24 AM
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د OMAR ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT-02، د یاد ولایت په دند غوري ولسوالۍ کې ١ کړۍ تبعې ماین، ١ حلقه روسې ماین، ٢ عدده د راکیټ مرمۍ، ٢ عدده د هاوان مرمۍ، ٣ عدده فریشر پلیټ او ١١ عدده بېلابېلې مرمۍ وموندل او په خوندي توګه یې له منځه یووړلې.
د یادونې وړ ده، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ د ماین پاکۍ دا عملیات ترسره شول او اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. د یاد ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .