د سمنګان ولایت په مرکز کې د کیبلي پل استنادي دېوال بشپړ او پرانیستل شو

rahyab
Wed, Aug 20 2025 10:12 AM
news image

د سمنګان ولایت د مرکز په آسیاب عرب سیمه کې د کیبلي پل استنادي دېوال، چې د سېلاب له امله ویجاړ شوی و، د ساختماني کارونو تر بشپړېدو وروسته رسمآ پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاده پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه د اته سوه نه شپېته زره او اته سوه شپږ نوي (۸۶۹,۸۹۶) افغانیو په لګښت پلې او په معیاري ډول جوړه شوې ده.
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي احسان الله احسان، د ولایت مقام استازي، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.
د سیمې اوسېدونکو د پروژې د بشپړېدو له امله د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په ځانګړي ډول د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او دا اقدام یې د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي او د عامه هوساینې لپاره اغېزناک وباله.
مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .