د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د ده سبز او کلکان ولسوالیو اړوند ۱۲۷ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، یوکارتن کورنۍ روغتیایي کېټ چې ۱۷ قلمه توکي لري، ٢ جوړې څپلۍ،٢ عدده ځان پاکونه، ١ عدد د اوبو سطل، ١ عدد د اوبو بشکه، ٥ سیټه د ډوډۍ خوړلو یو ځل مصرفي لوښي او ٢٠ کلچې د لاس منځلو صابون ووېشل شل.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره