د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د سلطانو کلي او چهاربران ولسوالۍ ترمنځ د سړک د جغل‌اچولو کار پیل شو

rahyab
Sun, Jun 22 2025 10:03 PM
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ د سلطانو کلي له بازار څخه تر چهاربران ولسوالۍ پورې د سړک د جغل اچولو د پروژې کار د ټولګټو چارو ریاست په تخنیکي همکارۍ د یو میلیون افغانیو په ارزښت رسماً پیل کړ.
دا پروژه چې بودجه یې د عالیقدر امیـ..رالمؤمنین حفـ..ظه‌الله د لارښوونې له مخې د یو میلیون افغانیو په ارزښت منظوره شوې ده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل او پلي کېږي.
د یادې پروژې چارې به د مسلکي ټیم او قوي ماشینرۍ په مټ پر مخ وړل کېږي، چې موخه یې د سیمې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابرول، د طبیعي پېښو پر مهال د ژر لاسرسي زمینې برابرول او د اقتصادي فعالیتونو پراخېدل دي.
همدا راز,د سیمې اوسېدونکو دا پروژه د یوې مهمې اړتیا پوره کېدل وبلله او د ا.ا له مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه یې د دې پروژې د کار د پیل په پار مننه او قدرداني وکړه.
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ووېل, چې دا سړک به نه یوازې د مرستندویه خوراکي او غیرخوراکي توکو او نورو اړینو خدماتو د انتقال بهیر اسانه او ګړندی کړي, بلکې د سروضې او چهاربران ولسوالیو ترمنځ به د مسافرینو لپاره د سفر موده هم لنډه کړي, هغوی زیاته کړه چې د ا.ا.ا او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل د هېوادوالو ستونزې په پام کې نیولې دي او دا اداره تل په دې هڅه کې ده, چې په هېواد کې د پېښو د خطرونو کمولو په موخه وقایوي پروژې پلي کړي ترڅو د هېوادوالو ځان او مال خوندي وساتل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .