د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پاتو ولسوالۍ کې د دوو پُلچکونو د جوړېدو کار پیل کړ

rahyab
Thu, Jun 19 2025 2:15 PM
news image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پاتو ولسوالۍ د فتح‌زی او وگیر کلیو لپاره د دوو پُلچکونو د جوړېدو چارې, د دایکندي ولایت د مقام مرستیال، د سیمه ییزو ادارو رئیسانو، د سیمې مشرانو او د رسنیو په ګډون, د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړې.
د ولایت مقام مرستیال, محترم حاجي مولوي احسان‌الله رحمتیار، دغه پروژه د عامه هوساینې او د زیانمنتیا د کمولو په لور یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هڅې یې وستایلې.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, محترم حاجي مولوي حبیب‌الله رهنما، د دې بیړنۍ پروژې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل, چې دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین د لارښوونې له مخې او د دې ادارې د پلان پر بنسټ پلي کېږي او تمه ده چې دا پروژه به د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده چې د فتح‌زی کلي پُلچک ۵ متره اوږدوالی لري، او د وگیر کلي پُلچک ۴ متره اوږدوالی لري، چې دواړه ۳.۶ متره پلنوالی او ۲ متره لوړوالی لري. د دغو دوو پُلچکونو ټول لګښت له یو میلیون افغانیو څخه زیات دی.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .