په هلمند ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
Sun, May 18 2025 12:28 PM
news  image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د QRT-11 تخنيکي ټيم په ملاتړ، یو عدد S8 اتیا ملي متره مرمۍ, یو عدد د هاوان مرمۍ, یو عدد SK5 مرمۍ او څو نور چاودېدونکي توکي د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کشف او په نهر سراج ولسوالۍکې یې په خوندي توګه لمنځه یووړل.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړې پاتې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لړۍ دوام لري ترڅو د تلفاتو او خساراتو مخنیوی او پر وړاندې یې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي. 
همداراز, د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتي, چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړين اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .