د ماینپاکۍ د معلوماتو د بانک سیستم دIMSMA) Core) نوي سیستم ته پرمختګ وکړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست, د ماینپاکۍ د معلوماتو د بانک سیستم له پخواني سیستم (IMSMA Ng) څخه نوي سیستم (IMSMA Core) ته د پرمختګ ترنامه لاندې, د ماینپاکۍ د تخنیکي دفتر استازو، د ملګرو ملتونو د یوناما (UNAMA) او یونماس (UNMAS) د استازو، د جینیوا د نړیوال بشردوستانه معلوماتو مرکز (GICHD) د معلوماتو مدیر، د پلي کوونکو مؤسسو (IPs) استازو او د افغانستان د ماینپاکۍ پروګرام د نورو شریکانو په ګډون غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې، د جینیوا د نړیوال بشردوستانه معلوماتو مرکز د معلوماتو مدیر, سلیمان مکاهل، د نوي سیستم د عمومي کتنې، IMSMA Core ته د انتقال بهیر، د شته ننګونو او وړاندیز شویو حللارو په اړه یو معلوماتي پرېزینټېشن وړاندې وکړ.
همداراز، ګډونوالو، په ځانګړې توګه د اړوندو ادارو تخنیکي کارکوونکو، په بحثونو کې فعاله برخه واخیسته، خپل نظرونه یې شریک کړل او د انتقال له بهیر سره اړوند اندېښنې یې مطرح کړې.
د یادونې وړ ده, چې د دې ناستې موخه، په بریالیتوب سره د نوي معلوماتي سیستم د پلي کولو لپاره ښه همغږۍ، او په هېواد کې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو اړوند معلوماتو د راټولولو، تحلیل او اغېزمنه ګټه اخیستنه بلل شوې ده.
نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۱ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره