د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د اوبو رسونې دوه شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
Sat, May 10 2025 10:23 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ (ACTED) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ په نورمحمد زي‌ولي او اسلام‌دره کلیو کې د اوبو رسونې دوه شبکې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاده پروژه د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او د اکټیډ مؤسسې په مالي ملاتړ پلي شوې ده، چې په پلي کېدو سره یې شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه حل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د عملي کېدو له امله خوښي وښوده او د ادارې او همکارې مؤسسې له مسؤلینو څخه یې قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ ق
اداره ملي آمادګي د پېښو سره د مبارزې لپاره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .