له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه پنځمه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
Wed, Apr 09 2025 9:21 PM
news image

نن ورځ چهار شنبه، وروسته له غرمې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه پنځمه تخنیکي غونډه د کارکوونکو چارو رییس؛ الحاج مولوي محمد عابد نعماني، د پلان او پالیسۍ رئیس؛ ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو ریاست سرپرست؛ برهان‌الدین خان، د ماین پاکۍ ریاست مشاور؛ ایمل صافي د خوړو نړیوال پروګرام د پروګرامونو تنظیموونکې؛ عادله خالد، د اړیکو د برخې معاون؛ حمید الله افغان، د بیړنیو چارو مسؤل، منصف‌الله انوري، د انکشافي پروژو د برخو کارمند؛ حفیظ الرحمن ناصري او د دې ادارې د یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، بورهان الدین خان د WFP پلاوي ته د ښه راغلاست وویلو تر څنګ د ګډو همکاریو ډاډ ورکړ او راغلي پلاوي ته یې د غونډې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل، چې د دې ادارې د اړونده معلوماتو په اړه پریزینټېشن او دوه اړخیزه همکاري پکې شامله وه.
ورپسې، ایمل صافي برابر شوی پریزینټېشن چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تاریخچې، لاسته راوړنو، ستونزو، ستراتیژیک پلان، دندو، وړاندیزونو او نورو موضوعاتو اړوند وو، وړاندې کړ. 
په پای کې، دواړو خواوو د یاد پریزینټیشن په اړه تر هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا، د فعالیتونو په ترسره کولو کې د همغږۍ د زیاتوالي او د کاري سیمو په اړه د معلوماتو د تبادلې پر اړتیا ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۶/١٠/١١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jun 05 2025 11:59 AM
Background image

A Technical Meeting was held between ANDMA and IOM to Form Volunteer Teams

Yesterday in morning, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) at the premises of. . .

Wed, Jun 04 2025 8:26 PM
Background image

A Coordination Meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and Several International Organizations

This Wednesday afternoon, a meeting aimed at enhancing coordination and strengthening cooperation between Afghanistan National Disaster Management Authority and several international. . .

Wed, Jun 04 2025 12:46 PM
Background image

The Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority met with Elders and Residents of Ghor Province

On Tuesday, the respected Haji Mullah Nooruddin Turabi, the acting head of Afghanistan National Disaster Management Authority, during his official visit to Ghor Province, in accordance. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .