د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠٠ بېوزله، زیانمنو شویو او بې سرپرسته کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ٥٠٠ زیانمنو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١١,٠٦٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٥,٥٣٠,٠٠٠ ( ٥ میلیونه او ٥٣٠ زره) افغانۍنغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره