د کابل ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, دکابل ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ, د کابل ښار اوومې او درېیمې ناحیې اړوند ۲۷۰ زیانمنو, بېوزله او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې او تثبیت وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۶,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۱,۶۲۰,۰۰۰ (۱ میلیون او ۶۲۰ زره) افغانۍنغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره