د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي ۵۴۰ کورنیو ته ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وارچایلډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ, د یاد ولایت په ولسوالیو او مرکز کې د وچکالۍ له امله ۵۴۰ اغېزمنو ماشومانو ته ۱۷ قلمه غیرخوراکي توکي ووېشل.
په دې لړۍکې له ۳۶۰ کورنیو او د هغوی ماشومانو سره په مرادیان ولسوالۍاو له ۱۸۰ کورنیو سره په خانقاه ولسوالۍ او مرکز کې دا مرستې ترسره شوې, په دې توګه چې, هر یو ته د ښوونځي بکس, کتابچه, پنسل, پنسل پاک, پنسل تراش, رنګه پنسل, د نقاشي کتاب, د رسم کتابچه, د انګلیسي کتابچه, خط کش, د بازي پړۍ, د بازي توکي, الفبا او اعداد, انځورداره کارتونه, د پخلنځي سیټ, د میوې سیټ او جوس ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره