له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون ترمنځ تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون ترمنځ تخنیکي غونډه، د نړیوالو اړیکو سرپرست رئیس، برهانالدین خان، د پلان او پالیسۍ رئیس، مولوي محمد جاوید عباس، په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مسئول، محمد الشمعه، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو مسئول، احمد ولي، د سره صلیب نړیوال فدراسیون عملیاتي مسئول، سیامک حارث او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو په شتون کې د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
د دې غونډې موخه، په افغانستان کې د پېښو مدیریت لپاره د اروپایي ټولنې د ملاتړ او مرستو جلبولو د پروپوزل ترتیبول و.
په دې غونډه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، پروګرامونو، ستراتیژیو، پلانونو او کاري برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بېړنیو حالاتو او پېښو مدیریت په برخه کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ورپسې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون استازو د نږدې همکاریو لپاره چمتووالی وښود او د پېښو د مدیریت په برخه کې یې د یادې ادارې پر ملاتړ ټینګار ورکړ.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د بېړنیو حالاتو په ترڅ کې د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ، د پروپوزل د نسخې تبادلې او نورو اړوندو موضوعاتو پر سر موافقه وکړه.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره