په پغمان ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پرانستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د فرمان له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره، هر ولایت ته د یو میلیون (۱۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت بودجه ځانګړې شوې ده. دا بیړنۍ کوچنۍ وقایوي پروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري پلي کېږي.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت پغمان ولسوالۍ په جندا خېل کلي کې د (۱۷۱,۵۹۰) افغانیو په ارزښت د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ.
د یادونې وړ ده, چې دا استنادي دیوال د (۱۷۱۵۹۰) افغانیو په ارزښت د ۲۳ متره په اوږدوالي, ۱۵۰ سانتي متره پلنوالي, ۳ متره لوړوالي او د ۷۶۰۷ متر مکعب په حجم سره کار یې پیل شو چې د جندا خېل کلی او یو شمېر نورې سیمې او د پغمان ولسوالۍ به د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
ورته مهال, د سیمې خلکو د اسلامي امارت له دغه نیک ګام څخه مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره