د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, ۳۴۰مستحقو کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۴,۶۹۴ نغدي ۵تختې(یوه تخته دوه کسیزه او 4 تختې یو کسیزه) کمپلې د ۵,۴۳۷ افغانیو په ارزښت ووېشل شوې, چې ټولټال ۴,۹۹۵,۹۶۰ (۴ میلیونه, ۹۹۵ زره او ۹۶۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره