د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د کابل ښار ۱۳ مې ناحیې اړوند ۱۶۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ ډالر نغدي پیسې ووېشل شوې, چې ټولټال ۴۸,۶۰۰ ډالر نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره