له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د درو ورځو په موده کي کتنه وکړه

rahyab
Fri, Mar 07 2025 9:26 PM
news image

د سې شنبي، چهار شنبي  او پنج شنبي  په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت  چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
دا څارنه او ارزونه چي  شاوخوا درې اوڼۍ وړاندي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي  به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو  اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوب غرب زون ته  ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي  موږ د ددو ورځو په موده کي د هرات  ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته  مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۶ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Aug 21 2025 3:20 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the High-Level Delegation from AfghanAid had a Meeting

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with a high-level delegation from AfghanAid’s. . .

Thu, Aug 21 2025 3:15 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the IOM to Implement Preventive Projects in High-Risk Areas of Afghanistan

On Thursday afternoon, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) to discuss the. . .

Thu, Aug 21 2025 2:19 PM
Background image

ANDMA and the Justice and Civil Society Strengthening Organization (JCSSO) signed an MoU for Collaborative Projects Worth $489,332

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with Mr. Abbas Salami, Program Manager of the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .